ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ پوهنتون کمپيوټرساينس پوهنځى کمپيوټرونه نه لري

د کونړ پوهنتون کمپيوټرساينس پوهنځى کمپيوټرونه نه لري

author avatar
26 Mar 2018 - 14:21
د کونړ پوهنتون کمپيوټرساينس پوهنځى کمپيوټرونه نه لري
author avatar
26 Mar 2018 - 14:21

اسعد اباد (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنتون کمپيوټرونه نه لري.

د دغه پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د څلورم کال محصل عين الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته يواځې تيوري زده کړې ورکول کېږي او د عملي زده کړو هېڅ ډول اسانتياوې نشته.

هغه زياته کړه: “د کمپيوټر ساينس په پوهنځي کې عملي زده کړو ته ډېره اړتيا ده، خو نه موږ کمپيوټرونه لرو، نه کمپيوټر ليب او نه هم اړوند کتابتون.”

د نوموړي په وينا، دوى سږ کال فارغېږي، خو پر کمپيوټر نه پوهېږي، اړ دي چې چېرته کورسونو کې زده کړې وکړي.

د دغه پوهنځي د لومړي کال محصل توحيدالله هم د يادې ستونزې د تاييد تر څنګ وايي چې د مسلکي استادانو نشتوالى بله ستره ستونزه ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې که د دغه پوهنځي ستونزې ژر هوارې نه شي، نو لرې نه ده چې له دغه پوهنځي څخه به محصلين په خپله رشته کې نا روزلي فارغ شي.

د ياد پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهيالی رفيق الله هم وايي چې پوهنځى يې له ډېرو تخنيکي او تدريسي ستونزو سره مخ دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې پوهنځي کې ٥٠٠ محصلين په زده کړو بوخت دي، خو ورته يواځې شپږ استادان لري، خو له دوى څخه يې هم دوه تنه د ماسټرۍ لپاره لېږل شوي دي.

د نوموړي په وينا، اوس يې له درېیو قراردادي استاذانو سره خبرې کړې او هغوی هم منلې چې ډېر ژر به دندې پيل کړي، خو لسو نورو رسمي استادانو ته اړتيا لري.

استاد رفيق الله وايي چې دوى د محصلينو او استادانو لپاره هېڅ نه کمپيوټر لري، نه لابراتوار نه پراجکټور او نه هم نور اړين وسايل، چې په زده کړو کې ترې استفاده کېږي.

هغه زياتوي چې دا ټولې ستونزې يې څو څو ځلې له مسوولينو سره شريکې کړې، خو تر اوسه يې هېڅ اقدام نه دى وى.

د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون رييس پوهنيار ميراحمد حامد وايي چې د کمپيوټر ساينس پوهنځى په ١٣٩١ لمريز کال کې تاسيس شوى او تر اوسه يې درې دورې فارغين ورکړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د کمپيوټر ساينس پوهنځى ودانۍ نه لري او د ښوونې او روزنې پوهنځي په ودانۍ کې يې تدريسي چارې پر مخ وړل کېږي.

حامد هم مني چې دغه پوهنځى کمپيوټرونه او نور اړوند وسايل نه لري، مرکز ته يې په کراتو په دې اړه ویلي، خو تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دى شوى.

د حکومت د اجرائيه رياست سلاکار پاينده حکمت وايي چې څو ورځې مخکې د کونړ پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلين اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ته په دې اړه په شکايت راغلي وو.

نوموړي زياته کړه چې د ډاکټر عبدالله له خوا يو درې کسيز پلاوى د دې موضوع د څېړنو په موخه کونړ ولايت ته لېږلى و.

حکمت چې په خپله هم په دغه پلاوي کې و، وايي: “موږ په پوهنځي کې وليدل چې نه کمپيوټرونه وو، نه نور وسايل او اړين امکانات او نه يې هم ودانۍ لرله.”

د هغه په وينا، دوى خپل ټول راپور اجرائيه رييس ته وړاندې کړى او ډېر ژر به د وزيرانو شورا په غونډه کې پر دې موضوع د لوړو زده کړو له وزير سره شريک شي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.