Language

طالبانو یو ځل بیا په بغلان کې کابل ته د وارداتي برېښنا پایه الوځولې

پلخمري- کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د برېښنا شرکت وايي چې د هېواد د سولې دښمنانو په بغلان ولايت کې د برېښنا پايه پر ماين الوځولې چې له امله يې پر کابل ښار برېښنا پرې شوې ده.

په کابل کې د برېښنا شرکت عمومي رياست له خوا د وري په ٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پايه د بغلان د کرکر سب سټېشن په ٢٢ کيلومترۍ کې د شپې ناوخته دوه بجې الوځول شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د هېواد د سولې دښمنانو پايې ته ماين ایښی او الوځولې یې ده.

د برېښنا شرکت ويلي چې د دوى کارکوونکي له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى ساحې ته رسېدلي او په راتلونکو څو ساعتونو کې به د يادې پايې د رغولو چارې پيل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال په کابل کې يواځې ٩٠ مېګاواټه د اوبو او حرارتي برېښنا عرضه کېږي.

بل لور ته د بغلان د والي وياند محمود حقمل پژواک ته وويل چې تېره ورځ طالبانو د برېښنا پايه د دوشي ولسوالۍ د کېله ګۍ په سيمه کې الوځولې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو یاده پایه د ماین چاودنې په وسیله الوځولې ده.

دغه راز د سيمې اوسېدونکي محمدعالم هم دغه موضوع تاييد کړه او ويې ويل: ((د چاودنې غږ موږ نه دى اورېدلى خو سهار چې پاڅېدو پايه چپه وه.))

کيله ګي د بغلان له نا امنو سيمو شمېرل کېږي چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو په بغلان ولايت کې له ازبکستانه کابل ته د غځېدلي برېښنا د مزو د پرې کولو ګواښ کړی و.

طالبانو د وري په ٤مه رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې ويلي وو چې د بغلان ځینو سیمو ته د برېښنا د ورکړې ژمنه شوې وه، خو یادو سیمو ته لا هم برېښنا نه ده ورکړل شوې.

هغوى ګواښ کړى، که چېرې په نږدې راتلونکي کې یادو سیمو ته د مزو غځولو کار پیل نه شي، له بغلان ولایته کابل ته د غځېدلې برېښنا مزي به غوڅ کړي.

login or register a new account.