ښرنه (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١٥ طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې د سروبي ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دريا خان د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې تېره شپه شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د بطو په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
ده زياته کړه، په ځوابي ډزو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو سروګروپ ملا عادل هم شامل دى چې جسد يې د جګړې په ډګر کې پاتې دى.
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي عثمان خروټي پژواک ته وويل چې نن سهار وختي په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((د مړو شمېره خو يې ماته دقيقه معلومه نه ده، خو دواړو ډېرې قوي او زورورې ډزې کولې.))
وسله والو طالبانو هم دغه جګړه تاييد کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
سروبي د پکتيکا له نا امنو ولسواليو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP