غزني (پژواک، ٧ ورى ٩٧): له پرله پسې جنجالونو او يو کلن ځنډ وروسته د غزني ښار لپاره نوى ښاروال وټاکل شو.
ولسمشر محمد اشرف غني وړم کال د غزني ښاروال فريدون له دندې ګوښه او پر ځاى یې نصيراحمد لیليزى وټاکل شو خو د ځينو کسانو له مخالفت سره مخ شو او په لاريونونو لاس پورې کړ.
له دې موضوعاتو څو مياشتې وروسته فريدون يو ځل بيا د غزني د ښاروال په توګه وټاکل شو خو يو کال مخکې يې له خپلې دندې استعفا وکړه او غزني ښار يو ځل بيا بې ښارواله پاتې شو.
نو تر يو کلن ځنډ وروسته نن د وري په اوومه مختاراحمد ملکيار د غزني ښار د نوي ښاروال په توګه خلکو ته وپېژندل شو.
د ملکيار د معرفۍ په غونډه کې د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې نوموړى د ازاد رقابت له لارې ګومارل شوى دى.
والي له ښارواله غوښتنه وکړه چې د زړه له تله د غزني ښار ته کار وکړي څو د نورو ښارونو په څېر ښکلى شي.
هغه زياته کړه: ((نوى ښاروال ځوان دى، د کار کولو توان لري، زه ترې غوښتنه کوم چې کار وکړي او خلک هم بايد ورسره همکاري وکړي.))
دغه راز نوي ګومارل شوي ښاروال مختاراحمد ملکيار وويل چې غزني ښار د پاکولو تر څنګ به له اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي.
هغه په ډاګه وويل چې هېچا ته د ښاروالۍ په چارو کې د لاسوهنې حق نه ورکوي او پر وړاندې يې کلک درېږي.
ملکيار له خلکو غوښتنه وکړه چې د ښار په پاک ساتلو او شین کولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
نوموړى داسې مهال د ښاروال په توګه معرفي کېږي چې په تېر يو کال کې د غزني ښار ډېرې شنې سيمې غصب شوې او د سړک د غاړو ونې او بوټي يې وچ شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP