Language

په بلخ کې د ترافيکي پېښې له امله ۳کسان مړه شوي

ايبک(پژواک،۷وری۹۷): په شمال زون کې د قومونو د انسجام په چارو کې د ولسمشر د سلاکار حکمت الله توريالي مشر زوی، حشمت الله په بلخ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله مړ شوى.

 د سمنګان ولايت د ترافيکي پېښو امر سمونوال عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ په تاشقرغان تنګي کې رامنځ ته شوه.

نوموړي وويل چې د پېښې قربانيان له بلخ ولايت څخه د سمنګان پر لور د حرکت په حال کې وو چې موټر يې د يوې لارۍ له خوا وهل شوی او اور يې اخيستی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په تېرو اوو ورځو کې د سمنګانو ولايت مرکز کې د درېيو ترافيکي پېښو له امله ۸کسان مړه شوي او ۱۱نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics