ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د يوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي

کاپيسا کې د يوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي

author avatar
27 Mar 2018 - 15:20
کاپيسا کې د يوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي
author avatar
27 Mar 2018 - 15:20

محمودراقي (پژواک، ٧ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې يو پخوانى قوماندان له خپلې ښځې او ماشومانو سره وژل شوى دى.

دا پېښه پرون له غرمې وروسته د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په لرې پرته غرنيزه سيمه کې رامنځته شوې ده.

په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسد اغا د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د بدراب سيمې د اخوند کلي يو پخوانى جهادي قوماندان خان الله له خپلې کورنۍ سره کندوز ولايت ته تللى و.

هغه زياته کړه، نوموړى چې پرون له کندوزه بېرته کلي ته راغلى، نو کور ته نږدې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او ټول يې وژلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې قوماندان خان الله د  هغه مېرمن او پنځه اولادونه وژل شوي دي.

د شاه پور په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې قوماندان خان الله په سيمه کې ډېرې دښمنۍ لرلې او له همدې امله له تېرو څو مياشتو راهيسې کندوز کې اوسېده.

د نوموړي په وينا، تېر کال د ده وسله والو د يوه کور ناوې او يو ماشوم هم وژلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.