Language

د غزني خلک د شپې له مخې د مخابراتي شبکو له نه فعالیته شکایت کوي

غزني ښار (پژواک، ٨ ورى ٩٧): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د شپې له مخې په ډېرو سيمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.

د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي سميع الله د وري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د شپې له لوري په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

هغه وايي: ((وسله والو مخالفينو دوه- درې انتنه وسوځول، له هغه وروسته د شپې له مخې بېخي کار نه کوي او د ورځې بيا ښه وي کار کوي خو کار يې د پخوا په شان نه دى.))

د نوموړي په وينا چې مخابراتي شبکې د ماښام له شپږو بیا د سهار تر شپږو بجو پورې کار نه کوي.

دغه راز د غزني ښار د ارزو سيمې اوسېدونکي محمد ابراهيم هم پژواک ته وويل چې دوی هم له ورته ستونزې سره مخ دي.

هغه وايي: ((هغه کورونه چې ښار ته نږدې دي، د بام پر سر يې موبايل کار کوي خو کوم چې لږ لرې دي نو د شپې له مخې يې په کې موبايل انتن نه ورکوي.))

همدارنګه د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالخالق هم پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دوى په سيمه کې مخابراتي شبکې په سم ډول کار نه کوي.

هغه وايي: ((د شپې له مخې خو بېخي کار نه کوي، کله چې جنګ وي بيا د ورځې له مخې هم کار نه کوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د غزني په خوږياڼو، واغظ، قره باغ، ګيلان، ګيرو، ده يک، اب بند، زنخان، رشيدان ولسواليو او ځينو نورو سيمو کې هم د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

د غزني د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو هم ورته ستونزې يادې کړې او له حکومت نه يې د دې مشکل د حل جدي غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمدعارف نوري پژواک ته وويل چې وسله والو مخالفينو د مخابراتي شبکو کارکوونکو ته اخطار ورکړى چې د شپې له مخې بايد مخابراتي شبکې بندې وي.

نوري د دغو وسله والو نوم ياد نه کړ خو يې ويل چې وسله والو په ځينو سيمو کې د مخابراتي شبکو انتنونه هم سوځولي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.