Language

د پکتیکا د اومنې لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

ښرنه (پژواک، ٨ ورى ٩٧): د وسله والو طالبانو له لوري د نښلول شوي ماين په چاودونه کې د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري نومول شوى ولسوال له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى دى.

دغه څرګندونې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د وري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې د اومنې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال ملا عمري له خپل يوه ساتونکي سره د چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

هغه وايي: ((دغه ماين خپله د طالبانو له خوا د ولسوال په موټر پورې نښلول شوى و چې چاودنه یې  کړې ده.))

دغه راز د اومنې ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې هم ياده پېښه تاييد کړه خو د نورو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، اومنه د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي او ډېرې سيمې يې هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.