Language

بغلان کې د حزب اسلامي يو شمېر قوماندانانو له دغه ګوند سره پرېکون اعلان کړ

پلخمري (پژواک، ٩ ورى ٩٧) : په بغلان ولايت کې د حزب اسلامي يو شمېر پخوانيو جهادي قوماندانانو له دغه ګوند سره پرېکون اعلان وکړ.

دوى دغه اعلان د وري په ٩مه، د بغلان په مرکز  پلخمري  ښار  کې د هغې غونـډې پر مال وکړ چې په کې لسګونو کسانو او قوماندانانو ګډون کړى وو.

د حزب اسلامي پخوانيو قوماندانانو ددې غونډې پر مهال د (حزب    اصلاح  ) په نوم  د نوې   ټولنې د موجوديت اعلان وکړ.

يادو کسانو د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين  حکمتيار پر وروستیو څرګندونو نیوکې وکړې  او خلک یې  دحزب اسلامي  دغړیتوب  پرځای  دحزب  اصلاح  په نوم  بنسټ   غړیتوب  ته را وبلل .

په بغلان کې دحزب اسلامي   ګوند پخواني   جهادي قوماندان   عبدالله  نهضت يار  غونډې ته   وویل : ((موږ تمه کوله، چې د حکمتیار پر راتګ  به د حزب اسلامي    ګوند غړي  يو ځل بيا راغونډ او پروړاندې به يې  ټولې ستونزې حل شي   خو د حکمتیار صیب پر راتګ یې  ورځ تر بلې  د پخوانیو حزبیانو ستونزې د هواري پر ځاى ډېرې شوې. ))

هغه زياته کړه چې حزب اسلامي  یواځينی سیاسي  ګوند دی  چې  مجاهدین  په کې  ځانونه  لیدلای شي  او مشرته یې   هم  دمجاهدینو تنده وه ، چې   کابل ته  پرراتګ به یې د دوی  ستونزې حل شي   .

خو نهضتيار وويل، له بده مرغه د حکمتیار له دفتر څخه   په دا وروستیو کې  داسې څرګندونې  وشوې  چې  د حزب اسلامي  د غړو او خلکو له اندونو سره په ټکر  کې دي  .

په بغلان کې  د حزب اسلامي ولایتي  کمېټې   پخوانى امر  زیاتوي ، نه غواړي چې  حزبیان وپاشل  شي  او هڅه یې همدا ده  چې  د جهاد او مجاهدینو  نوم ساتلو او قربانیو ته یې ددرنښت  په موخه  د حزب اسلامي اصلاح  لپاره    کمېټه جوړه کړې  چې   دحزبي غړو  حقوق  په کې  خوندي کړي  .

ده وویل  : (( موږ په داسې یوې کمېټې  کار کړی چې  پخوانۍ ترخې خاطرې  چې   دحزب په نوم به یو له بل سره جنګېدو له پامه  وباسو او له  نن وروسته  دهېڅ  یوسیاسي  ګوند پر  ضد بې مانا  خبرې  او  مبارزه ونه کړو .))

په بغلان کې د حزب اسلامي  بل پخواني غړي   عبدالقدوس فهیم  هم    د حزب اسلامي  مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار  وروستیو څرګندونو ته په اشارې  له دغه حزب  سره   پرېکون  اعلان کړ او خلک  یې   دحزب اسلامي اصلاح  په نوم  ټولنې  غړیتوب  ته  را وبلل .

هغه زياته کړه، د ډېرو حزبي  ملګرو تنده وه چې  حکمتیار کابل ته راشي  خو پرراتګ یې   د حزبیانو ستونزې لا پسې زیاتې شوې   .

د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر غړی فضل غني حقمل وایي چې حزب اسلامي افغانستان د مبارزې يو سنګر دی او په دې ګوند کې خلک د فکر او عقيدې په بنیاد راټول شوي دي.

login or register a new account.