ښرنه (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې بې اسناده او د تورو ښيښو موټرو په دغه ولايت کې د نا امنۍ لپاره زمينه برابره کړې چې بايد مخه يې ونيول شي.
د پکتيکا د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې يواځې لس سلنه موټر قانوني اسناد لري.
د اړوندې موضوع په اړه د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي مهدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېری پېښې د بې اسناده او تورو ښيښو موټرو په وسيله ترسره کېږي.
هغه زياته کړه: ((يو خو دلته موټر اسناد نه لري، بل يې ښيښې هم تورې دي چې بيا يو شمېر شرير خلک له دې بې اسناده موټرو بدې استفادي کوي، کله انتحاريان په کې راوړي او کله خلک په کې اختطاف کوي.))
ده ټينګار وکړ چې د حکومتي چارواکو تر څنګ ټول بايد د خپلو موټرو تورې ښيښې پاکې کړي.
دغه راز د مرکز ښرنې د سيداحمد کلي اوسېدونکي ولي اکبر پژواک ته وويل چې حکومت تر اوسه څو ځلې د موټرو د تورو ښيښو پاکولو هڅې کړې خو مثبته پايله يې نه لرله.
ده وويل: ((دلته رِييس، مامور، عسکر او نور دولتي کسان په تورو ښيښو موټرو کې ګرځي چې عامو خلکو هم له دوى نه زده کړي، اوس نو ټول په دغه شان موټرو کې ګرځي نو د تورو ښيښو موټر اوس دلته په يو موډ او فېشن بدلې شوي.))
هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تورو ښيښو پر موټرو دوامداره کلک بنديز ولګوي او هغه موټر چې قانوني اسناد نه لري، اسناد دې ورکړي څو له يوې خوا موټر قانوني شي او له بل پلوه د دولت عوايد لوړ شي.
همدارنګه د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي پژواک ته وويل چې د تورو ښيښو موټر د نا امنۍ په ډېروالي کې مهم رول لوبوي.
ده وويل چې په دغه ولايت کې د تورو ښيښو موټرو د مخنيوي لپاره تر اوسه جدي او اړين اقدامات نه دي شوي چې له امله ورځ تر بلې دغه موټر او د نا امني کچه لوړېږي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پکتيکا د امنيتي چارواکو او ترافيکو مديريت نظرونه هم ترلاسه کړو خو هغوى له څه ويلو ډډه وکړه.
بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز پژواک ته وويل چې د تورو ښيښو پر موټرو د بنديز پرېکړه د ولايت په امنيتي غونډه کې شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP