ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا نشتوالي د تخار اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي

د برېښنا نشتوالي د تخار اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي

author avatar
29 Mar 2018 - 18:46
د برېښنا نشتوالي د تخار اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي
author avatar
29 Mar 2018 - 18:46

تالقان (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د تخار اوسېدونکي وايي چې دې ولايت ته د وارداتي برېښنا د مزو د پرې کېدو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د برېښنا شرکت مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه مزي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د تخار د ګاونډي ولايت کندوز په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا قطع شوي دي.

په تالقانو کې د مدني ټولنې غړي منیر احمد هدف پژواک خبري اژانس ته وویل چې د برېښنا نشتوالي د دغه ولایت اوسېدونکو ته سختې ستونزې را ولاړې کړې دي.

ده زياته کړه، حکومت دې د برېښنا مزي د بېرته نښلولو لپاره په اقتاش سیمه کې عملیات وکړي او دغه سیمه دې د طالبانو له شتونه پاکه کړي.

خو د دغه ولایت د برېښنا شرکت رییس حاجي محمد مومند پژواک ته وویل چې طالبانو تخار ته د برېښنا مزي د بېرته نښلولو لپاره شرطونه وړاندې کړي، چې منل یې ستونزمن دي.

د هغه په وينا، د نظامي عملیاتو درول او د طالبانو ولکې لاندې سیمو کې خلکو ته د برېښنا وېشل، تخار ته د برېښنا مزي غځولو تر ټولو عمده شرطونه دي، چې عملي کول یې ناشوني دي.

نوموړی وايي چې له همدې امله یې له طالبانو سره خبرې بې پایلې پاتې شوې او دوی اوس هڅه کوي یوه بله خوندي لار ورته ومومي.

دی زياتوي، هڅه کوي چې تخار ولایت ته د برېښنا مزي غځولو لوری بدل کړي چې ژر تر ژره دغه ولایت ته برېښنا لاړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.