Language

چارواکي: وسله والو طالبانو څرخ ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي دي

پل علم(پژواک،۱٢وری۹۷): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي،خو طالبان دغه خبر ردوي.

د لوګر د څرخ ولسوال محمد حنيف حنيفي د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د پوځي عملياتو د پيل په غبرګون کې ښوونځي تړلي دي.

هغه وايي: (( وړمه شپه امنيتي ځواکونو په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو د يو قوماندان مولوي محمد په کور عمليات وکړل چې هغه په کې و وژل شو، نو طالبانو د دې کار په غبرګون کې ټول ښوونځي تړلي دي.))

ولسوال وايي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې هلې ځلې پيل کړي، ترڅو دغه ستونزه هواره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د څرخ ولسوالۍ د قلعه نو سيمې قومي مشر سيد احمد اغا پژواک ته وويل چې له پرون راهيسې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي تړل شوي دي.

هغه وايي: (( طالبانو ټولو شاګردانو او استادانو ته ويلي چې څوک به مکتب ته نه ځي، نو له وېرې هېڅوک هم نه شي تللى.))

په دې اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې دا مهال په څرخ کې طالبانو د ټولو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ تړلې دي.

هغه وايي: (( موږ کوښښ کوو چې دغه مشکل د خبرو له لارې حل کړو.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دا کار دوى نه دى کړى .

د عرب د معلوماتو له مخې، په څرخ ولسوالۍ کې ٣٠ ښوونځي دي چې د شاوخوا ٢٢٠٠ نجونو په ګډون څه باندې ١١ زره تنه په کې زده کړې کوي.

د يادونې ده چې په ټول لوګر کې دا مهال ٣٢٠ تعليمي مرکزونه فعال دي چې څه باندې ١٥٠ زره تنه په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.