Language

د وچکالۍ له امله د بغلان پر زرګونه هکتاره ځمکه شولې نه دي کرل شوې

پلخمري (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د بغلان يو شمېر کروندګر وايي، سږ کال د وچکالۍ له امله پر زرګونه هکتاره ځمکه شولې نه دي کرل شوې.

د بغلان د مرکز ډنډ غوري سیمې يوه کروندګر ګل عالم د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرنې او اوبو لګولو ادارې په لیکلي توګه لارښوونه کړې چې سږ کال د شولو پر ځای د نورو حاصلاتو کرلو ته مخه کړي.

هغه زياتوي: ((اوبه چې نه وي، مجبور یو چې د شولو پر ځاى نور تخمونه وکرو.))

ګل عالم زیاتوي، د شولو کرلو وخت را رسېدلی خو په نهرونو کې اوبه نشته، نو دوى اړ دي چې د شولو پر ځاى مۍ وکري چې حاصل به یې د شولو په تناسب ډېر کم وي.

نوموړى چې د ٣٠ جريبه ځمکې خاوند دى وايي: ((تېر کال مې له يو جريب ځمکې ۱۳۰ منه وریجې ترلاسه کړې وې، خو که مۍ وکرو نو ايله ٣٠ منه حاصل راکړي چې دا بيا ډېر کم دی.))

دغه راز يوه بل کروند عبدالستار هم پژواک ته وویل چې سږ کال اوبه نشته او سر له اوسه نهرونه وچ دي نو دوى حیران دي څه وکري چې حاصل یې د ځمکې لګښت پوره کړي.

ده وویل، خپله ځمکه نه لري، لس جریبه ځمکه یې د کال په درې سوه منه وریجو اجاره کړې ده.

هغه زياته کړه: ((که بل تخم وکرم، د ځمکې اجاره نه شم پوره کولای او که شولې وکرم  اوبه نشته او د شولو پټي باید شپه او ورځ له اوبو ډنډ وي.))

يو شمېر نورو  کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کرنې ريیس عبدالوهاب خیر زاده پژواک ته وويل چې سږ کال ورښت کم نو ځکه اوبه هم کمې دي.

هغه وايي: ((اوس لا په سیندونو کې اوبه د وچېدو په حال کې دي، دا چې  فصلونه اوبو ته اړتیا پیدا کړي، فکر نه کوي چې ټولو ته دې پر وخت اوبه ورسېږي.))

خیرزاده وویل، بزګرو ته په کار ده چې سږ کال د شولو پر ځای هغه تخمونه وکري چې لږو اوبو ته اړتيا لري.

login or register a new account.