Language

کندهار ښار کې دوه پوليس وژل شوي

کندهار (پژواک، ١٣ ورى ٩٧) : په کندهار ښار کې د يوه افسر په ګډون دوه پوليس د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو په څوارلسمه او څلورمه امنيتي حوزو کې دوه  غلچکي بريدونه شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې د څوارلسمې امنيتي حوزې د حاجي حبش له جامع سره پر يوه پوليس ډزې شوي او هغه يې وژلى دى.

يادې  امنيتي سرچينې وويل، بله پېښه د څلورمه امنيتي حوزې اړونده ساحه کې يو افسر  په يو غلچکي بريد کې وژل شوى او يو بل پوليس ټپي شوى دى.

تر اوسه د دغو بريدونو مسووليت چا نه دى منلى .

login or register a new account.