Language

د ولسي جرګې د وکيل سليمانخېل ورور ووژل شو

ښرنه (پژواک، ١٤ ورى ٩٧): په ولسې جرګه کې د پکتيکا ولايت د استازي محمود سليمانخېل ورور تېره شپه د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په جومات کې وژل شوى دى.

د هغه وراره او د پکتيکا د ولايتي شورا غړي افسر خان د وري په ١٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې تره يې حاجي داوود تېر ماخوستن مهال په جومات کې  پر لمانځه ولاړ و، چې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.

نوموړي زياته کړه چې هغه کومه دولتي دنده نه لرله او په سيمه کې يې قومي کارونه کول.

د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عظيم هاشمي پژواک اژانس ته ومنله چې د  محمود سليمانخېل ورور حاجي داوود وسله والو طالبانو وژلى دى.

د نوموړي په وينا، تر يادې پېښې وروسته په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته هم شوې، چې په پايله کې  يې درې وسله وال ټپيان شوي دي.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې هلته هېڅ نښته نه ده شوې.

د يادونې ده چې حاجي داوود تر دې مخکې د پکتيکا ولايت د کليو د پراختيا د رييس په توګه دنده ترسره کړې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.