Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافيکې پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي

ايبک (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): د سمنګان په مرکز ايبک کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دغه ولايت پنځه اوسېدونکي وژل شوي چې درې يې نارينه او دوې يې ښځې دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترافيکي پېښو مديريت د حادثاتو امر سمونوال عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام شاوخوا ٧:٠٠ بجې يوه کرولا موټر د سمنګان- بغلان لويې لارې د شهيد اندخويي په سيمه کې له يوه ټانکر موټر سره ټکر وکړ.

نوموړى د موټر چلوونکو بې احتياطي، ګړندی تګ او د سړګونو تنګوالى د داسې پېښو لاملونه بولي.

د سمنګان ولايتي روغتون د بېړني واټ نوکريوال ډاکتر عبدالقيوم تلاش وويل چې د پېښې قربانيان د سمنګان اوسېدونکي وو چې مړي يې دغه روغتون ته ور لېږدول شوي  وو او وروسته يې خپلو کورنيوته تسليم کړل.

د سمنګان د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، په وروستيو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې پنځو ترافيکي پېښو کې ١٣ کسان مړه شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د سمنګان والي عبداللطيف ابراهيمي له دې ترافيکي پېښو وروسته د ترافيکو مديريت ته دنده سپارلې وه چې د ترافيکي پېښو د مخنيوي او ترافيکي قوانينو د پلي کولو په موخه دې د کابل- مزار پر لويه لار د سمنګان اړند ساحه کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.