پلخمري (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): د ګلبدين حکمتيار زوى حبيب الرحمن وايي، ځيني سياسي ګوندونه د بهرنيو په اشاره د حزب اسلامي پر وړاندې هڅول کېږي.
نوموړي دغه خبرې د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي له خوا جوړه شوې غونډه کې وکړې.
ده وويل: ((په افغانستان کې ځیني سیاسي ګوندونه د بهرنیو لاسپوڅي دي او د بهرنیو په اشاره له حزب اسلامي سره نا سالم رقابت کوي چې هېواد یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دى.))
هغه له خلکو وغوښتل چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي، څو راتلونکې جرګه کې داسې استازي وټاکل شي چې هېواد د مثبت بدلون خوا ته بوځي.
نوموړي د کومې سیاسي ډلې نوم وانه خیست، خو زیاته یې کړه: "د جهاد پر مهال یواځې د حزب اسلامي مجاهدین وو چې په رښتينې توګه له روسانو سره جنګېدل او هغه مهال د مجاهدینو په جامه کې داسې ډلې هم وې چې له کي جي بي "KGB" (د روسیې استخباراتي سازمان) سره یې ښکاره لاس درلود."
ده زياته کړه، اوس هم هغه سیاسي ډله غواړي چې خپل نا سالم رقابت ته دوام ورکړي او د حزب اسلامي ګوند د بدنامولو په بدل کې له بهرنیانو مالي او سیاسي امتیاز ترلاسه کړي.
حبیب الرحمن حکمتیار د کندوز وروستۍ بمباري هم جنګي جنایت او د پېښې اصلي عاملین یې بهرنیان وبلل.
ده زیاته کړه، بهرنیان غواړي په دې ډول پېښو په افغانستان کې جګړه وغځوي او د نسبي سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.
د جمعه خان همدرد زوی ګلرحمن همدرد هم غونډې ته وینا کې له خلکو په راتلونکو پارلماني ټاکنو د برخې اخیستو تر څنګ له ولسمشر اشرف غني غوښتنه وکړه چې د ځینو مغرضو کړیو پر ځای دې له دې وروسته له عام ولس سره مشورې پیل کړي.
ده وویل، ځینې استخباراتي کړۍ غواړي د حزب اسلامي غړي بدنام کړي او ګوندي ملګري یې یو پر بل شکمن کړي، خو هغسې چې کلونو يې حوصله کړې، لږ نورې حوصلې ته اړتیا ده چې کامیابي يې په برخه شي.
نوموړي په شمال او په ځانګړي توګه بلخ کې د حزب اسلامي سیاسي فعالیت پر ګړندیتوب ټینګار وکړ او له قومي مشرانو یې غوښتنه وکړه چې په دغه سیاسي بهیر کې د ونډې اخیستو لپاره بلخ ته مخه کړي.
د غونډې نورو برخه والو هم سولې ته د حزب اسلامي ګوند د مشر حکمتیار راتګ په افغانستان کې د بدلون نښه وبلله او د دولت له نورو مخالفو ډلو یې هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان راتلونکي لپاره دې سره یو لاس شي.
login or register a new account.