Language

بغلان کې د اوبولو رسولو پروژې چارې پيل شوې

پلخمري(پژواک،١٨ورى٩٧): بغلان کې د درې اعشاريه څلور ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک او کرنيزو ځمکو ته د اوبو رسولو پروژې چارې پيل شوې.

د بغلان د کلیو پراختیا ريیس انجنیر اول خان احمدزي د وري په ۱۸ مه د پروژې د پرانيستې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ولايت کې د ملي پیوستون انکشافي پروګرام پرځاى د ولسي تړون پروګرام پيل شو.

احمدزي وویل چې د ولسي تړون پروګرام له مخې د مرکز بغلان په ولسوالۍ کې د درې اعشاريه څلور ميليون افغانيو په لګښت د څښاک او کرنيزو ځمکو ته د اوبو ورکولو پروژې چارې پيل شوې.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د څښاک اوبو ١١ څاګانې او د ٤٢٠ متره کانال اېستل شامل دي.

د هغه په وينا، دغه پروژه به په ياده ولسوالۍ کې د حاجي نبي کلي د سلګونو کورنيو ستونزې په اړونده برخه کې هوارې کړي.

د حاجي نبي کلي اوسېدونکي نیازمحمد پژواک ته وویل:  (( موږ ټول کروندګر یو او زموږ د کلي ویالې منظم بندونه نه لري  تل به مو د اوبو پر لګولو جنجالونه و او ځینې وخت به اوبو د ویالو څنډې لاهو کړې چې خلکو ته په کې زیانونه واوښتل اوس چې زموږ د ویالو بندونه رغول کیږي خوښ یو.))

ده وویل چې دوى له حکومت سره  د هرې پرمختيايي پروژې په تطبیق کې همکاري کوي.

دغه راز بغلان کې د ولسي تړون پروګرام  مسوول محمد اقا لطیفي پژواک ته وويل: ((په دغه نوي انکشافي پروګرام کې باید د کلي اوسېدونکي هم لس سلنه برخه ولري  او پروژې هم د کلي د اوسېدونکو په خوښه ټاکل کیږي.))

ده وویل چې د بغلان ټولې ولسوالۍ به د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راشي، خو پيل يې له مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه شوى دى.

بغلان کې د ولسي تړون پروګرام داسې مهال پيليږي چې تر دې وړاندې په ټول بغلان کې د ملي پیوستون پروګرام پلى شوى او خلک ترې خوښ هم دي.

login or register a new account.