پلخمري (پژواک،١٨ورى٩٧): د بغلان په برکې ولسوالۍ کې د یوې دینې مدرسې استاد او شل تنه زده کوونکي له وسله والو طالبانو سره يوځاى شول.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د وري په ۱۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې مولوي شرف الدین د برکې ولسوالۍ په الف بیک کلي کې دیني مدرسه درلوده.
هغه زياته کړه: (( مولوي شرف الدين به زده کوونکي د طالبانو په ليکو کې د شاملېدو لپاره تشویقول چې تېره ورځ له شل تنه تنکي ځوانانو سره يوځاى له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.))
دغه راز د برکې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد علي هم د پېښې په تايید پژواک ته وویل: ((د دې ولسوالۍ د يوې دينې مدرسې مدرس تېره ورځ له خپلو شلو تنو شاګردانو سره د طالبانو لیکو ته ورغلی دى.))
ده وویل چې طالبانو ته د ياد دیني مدرس ورتګ به د ولسوالۍ پر امنیت کوم منفي اغېز ونه لري.
همدارنګه د برکې ولسوال مولوي شمس الدین هم پژواک ته وویل چې مولوي شرف الدين له دې مخکې هم طالبانو سره په لاس لرلو تورن و.
خو ولسوال وویل چې شرف الدین کوم ستر دیني عالم نه دی او نه هم په سیمه کې دومره نفوذ لري چې د طالبانو لیکې به پرې پياوړې شي.
ولسوال زیاتوي چې شرف الدین له څو ورځو راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او هغه ته معلومه وه چې پولیس یې له طالبانو سره د لاس لرلو په تور د نیولو هڅه کوي، نو ځکه له طالبانو سره يوځاى شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
برکه د بغلان شمال ته پرته غرنۍ ولسوالۍ ده چې ډېری سیمې یې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.
login or register a new account.