غزني-کندوز(پژواک،١٨ورى٩٧): په غزني او کندوز ولايتونو کې د هوايي بريدونو او جګړو له امله ملکي وګړو، امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ اړوند د شاګو او جيلم سيمو ترمنځ د طالبانو پر يو موټر بريد کړى دى.
هغه وايي: (( دغه موټر له چاودېدونکو توکو ډک و او ځانمرګى بريدګر هم په کې ناست و چې له منځه تللي دي.))
دغه راز نوري وويل چې د اندړو ولسوالۍ په شکور کلا سيمه کې هم هوايي ځواکونو د طالبانو يو بل موټر په نښه کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوري دا هم وويل چې امنيتي ځواکونو د غزني ښار اړوند د زرګرو، اسفنديي او ناني سيمو کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه دوه طالبان وژل شوي او درې امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
د قره باغ د بريد په اړه، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د شاګو په سيمه کې هوايي بريد شوى دى.
هغه وايي: (( ملکي خلکو کې چاته زيان نه دى اوښتى، ځکه چې موټر په دښته کې روان و او دښته کې خو خلک نه وي.))
بل لورته د قره باغ ولسوالۍ بريد وسله وال طالبان هم تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره ورځ په قره باغ ولسوالۍ کې د دوى يو موټر تر هوايي بريد لاندې راغلى دى.
هغه وايي: (( په دې بريد کې يو طالب وژل شوى او په موټر کې چاودېدونکي توکي نه، بلکې سپکې او درنې وسلې بار وې چې له يوې سيمې بلې ته انتقاليدې.))
login or register a new account.