Language

په کابل کې د اوړو او بورې بيې ټيټې شوې دي

 کابل(پژواک، ١٨ ورى ٩٧): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوړو او بورې بيو کې نسبي کمښت راغلى، خو د نورو لومړنيو توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

 د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې رييس فضل الرحمن وويل چې نن  د تېرې شنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو بيه له ١٠٩٠ نه ١٠٨٠ افغانۍ او د  ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه له١٦٠٠ نه ١٥٨٠افغانيو ته را ټيټه شوې ده.

خو هغه وويل چې نن هم د تېرې شبنې په څېر د ١٦ لېتره خورشيد غوړيو بيه ١٠٢٠ افغانۍ او د ٢٤ کيلوګرامه اول سېله پاکستانۍ وريجو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ ده.

 د کابل ښار د منډوي د يوه چاى پلورونکي نور احمد خيرخواه په خبره، نن هم د تېرې شنبې د ورځې په څېر  د يو کيلوګرام شنه اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ او د يو کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر نورو خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېرې او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

 د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمدولي پنجشېري وويل چې نن ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې په ٢٢٠٠ افغانۍ، ٤٩کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ١٧٠٠، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه په ١١٤٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي په ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى په ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٣٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.

 د سون توکو بيو کې هم څه بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر د يولېتر پټرولو بيه ٤٢ افغانۍ او د يو لېتر ډېزلو بيه ٥٤افغانۍ ده.

 د کلوله پشتې يوه ګاز پلورونکي وويل چې نن شنبه هم د يو کيلو اوبلن ګاز بيه د تېرې شنبې په څېر ٤٥ افغانۍ ده.

د سرو زرو بيو کې هم کوم بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د تيمور شاهي سړک د حاجي حامد صالح زاده د زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن هم د تېرې اوونۍ په څېر د يو ګرام عربي عيار٧٥٠ سرو زرو بيه ٢٤٠٠افغانۍ او د يو ګرام ايراني ٥٨٥ عيار سرو زرو بيه ١٨٥٠افغانۍ ده.

د کابل شهزاده سراى د صداقت صرافي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه ٦٩،٥٠افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو ٦٠٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.