پل علم (پژواک، ١٩ وری ۹۷): د کابل- ګردېز د دويم سړک په اوږدو کې د لوګر اوسېدونکي وايي که چېرې د ځمکو د استملاک پروسه عملي نه شي، نو د سړک جوړېدو چارې به بندې کړي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې د کابل- ګردېز د دويم سړک جوړېدو چارې پيل شوې چې تر اوسه دوام لري.
د اړوندې موضوع په اړه د محمداغې ولسوالۍ د سفېد سنګ سيمې اوسېدونکي بسم الله د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ځمکو کې يې د کابل- ګردېز دويم سړک تېر شوى دى.
هغه وايي: ((دوه کاله وړاندې زما په دوه جريبه ځمکه سړک تېر شو، حکومت ويلي وو چې د ځمکې په بدل کې به موږ ته پيسې راکوي خو تر اوسه يې هېڅ هم نه دي کړي.))
دغه راز د همدغه سړک په اوږدو کې د زاهد اباد سيمې اوسېدونکي محبوب پژواک ته وويل: ((زموږ د کلي نږدې ٢٠ جريبه ځمکه د کابل- ګردېز په دويم سړک کې تللې ده، خو تر اوسه چا پيسې نه دي راکړې.))
همدارنګه د واغجان سيمې اوسېدونکي قيام الدين پژواک ته وويل چې حکومت د دوى له اجازې پرته د ځمکې پر سر د سړک جوړېدو چارې پيل کړې دي.
هغه وايي: ((زما درې جريبه ځمکه په کې تللې ده، يو جريب يې په ٤٠ لکه روپو ده، حکومت دې زما پيسې راکړي؛ ځکه زما ټوله هستې همدا ځمکه ده.))
د نوموړي په وينا، دوى تر اوسه څو ځلې په دې اړه د ولايت مقام ته ورغلي خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.
د لوګر يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چېرې د ځمکو د استملاک مسئله عملي نه شي نو د سړک جوړونې چارې به بندې کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل وويل چې د کابل- ګردېز سړک يوه مهمه او ملي پروژه ده.
هغه وايي: ((د هېواد د قوانينو له مخې کومه ځمکه يا کور چې د ملي پروژې په جوړېدو کې له منځه ولاړ شي، نو حکومت يې بايد په نرخ روز پيسې ورکړي، نو د لوګر اوسېدونکو ته هم بايد حکومت پيسې ورکړي.))
وکيل له يادو کسانو د زغم غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دغه موضوع به له ولايتي چارواکو سره يو ځاى جدي تعقيب کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP