جلال اباد- غزني- پلخمري (پژواک، ۱۹ وری ۹۷): په ننګرهار او غزني ولايتونو کې ځوانانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو د سولې غوښتو په موخه خېمې ودرولې او په بغلان کې بيا د ټولو ولایتونو د پرلتونو په ملاتړ غونډه وشوه.
د خېمو ګډونوال د خپلو حقونو غوښتونکي دي او وايي تر هغه وخته به هره ورځ دغو خېمو ته راټولېږي، څو يې غوښتنې ومنل شي.
پرلت کوونکو دغه راز پر نړيوالې ټولنې او افغان حکومت هم غږ کوي چې په لر بر کې د پښتنو حقونه ورکړي او نور دې پر دغه خاموش اکثريت د ظلمونو مخنيوی وکړي.
په ننګرهار کې د پرلت کوونکو له ډلې ځينو پر وسله والو د سولې غږ وکړ او حتی ښځينه ويناوالو خو يې د سولې غوښتنې په پار اوښکې هم تويې کړې.
په دغه ولايت کې د پرلت لومړني وينا وال اباسين بهير د خپلو حقونو غوښتنه وکړه او پر وسله والو يې غږ وکړ چې د افغان حکومت د سولې وړانديز ومني او نور دې له جنګه لاس واخلي.
هغه د عسکر او طالب کونډې او يتيمان د افغانانو ګډ درد او غم ياد کړ او ټينګار يې وکړ، تر هغه چې سوله رانه شي نو د کونډو او يتيمانو شمېر به لا زيات شي.
د ډاکتر ايمل څړوال په نوم د پرلت بل ويناوال وويل، ترهګر ټول د پنجاب حکومت تر ولکې او کنټرول لاندې سيمو کې دي او د ترهګرۍ په نوم تل د کوزې پښتونخوا پښتانه ځپي.
هغه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د ترهګرو د ځپلو په نوم د پښتون ځپلو مخنيوی وکړي.
قومي مشر محمد انور سلطاني وويل، پر پښتنو روان ظلمونه او بې عدالتۍ ټولې د بې تعليمۍ او بې سوادۍ زېږنده دي چې د پاکستان د ګوډاګيو له لوري پر افغان ولس له کلونو راهيسې تپل شوي دي.
هغه وويل، د پرلت دا خېمه به تر هغه ولاړه وي، څو د دوی غوښتنې ومنل شي او هره ورځ به د مازديګر له څلورو د شپې تر اتو بجو دلته راټولېږي او خپل حقوق به غواړي.
د پرلت يوې ښځينه ګډونوالې مقدسې احمدزۍ هغه وخت د پرلت کوونکو احساسات را وپارول چې د خبرو له پيل سره يې د مظلوميت اوښکې له سترګو تويې کړې او په ژړا يې د خبرو پيل وکړ.
هغه وويل، افغان ولس اوس دومره مظلوم شوی چې د خپلو حقونو غوښتنه له خپل دښمن څخه د کوتک او ټوپک پر ځای په پرلت او ننواتو کوي.
login or register a new account.