کندهار (پژواک، ١٩ ورى ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په کندهار ولايت کې يې ټاکنيز مرکزونه له شخصي ځايونو عامه ځايونو ته لېږدولي دي.
د کندهار ولايت مقام له خوا د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ناوخته د سوېلي حوزې په کچه د ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو له خوا ټاکنو ته د چمتووالي په موخه غونډه جوړه شوې وه.
سرچينې زياته کړې، په ياده غونډه کي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا تر څنګ امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق، د زابل، اروزګان او دایکنډي والیانو، د ۴۰۴ میوند زون، ۲۰۵ اتل قول اردو، د عامه نظم او سرحدي پولیسو قوماندانانو، د کندهار ملي امنیت مرستیال، په سوېل کې د ناټو د غوڅ ماموريت قوماندان جنرال لاتروپ او د سوېلي حوزې د ټاکنو کمېسیونو مسوولینو برخه اخيستې وه.
د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس ډاکتر محمد هاشم دراني وویل چي له شخصي ځایونو ټاکنيز مرکزونه ښوونځیو، جوماتونو او عامه ځایونو ته لېږدول شوي، څو په شفافه توګه ولس ته د رايې ورکولو زمینه برابره شي.
د دراني په خبره، د تېرو ټاکنو وېشل شوي انتخاباتي کارتونه ټول بې اعتباره دي او په راتلونکو ټاکنو کي به د تذکرې له مخي د رايې ورکولو حق ولري.
د هغه په خبره، په کندهار کې ټول ۲۲۵ انتخاباتي مرکزونه دي، په ښار کې به اتیا مرکزونه چې ۴۰ د نارینه او ۴۰ نور به د ښځينه وو لپاره وي.
دراني همدا راز زیاته کړه، د وري په ۲۵مه نېټه به د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو پروسه پیل شي، هغه د رڼو ټاکنو په موخه د سوېلي حوزې د والیانو، متنفذینو، علماوو او معلمینو څخه د بشپړي همکارۍ غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري کندهار ته د نفوس په کتلو کم ټاکنيز مرکزونه ورکول شوي او یاده ستونزه یې له ولسمشر سره شریکه کړې ده.
هغه زياته کړه، د کندهار امنیت تامین دی او ټول خلک په ځانګړې توګه د ګڼ نفوسه ولسوالیو خلکو په ټاکنو کې د برخې اخیستلو ډاډ ورکړی دی.
د هغه په خبره، د ټاکنیزو مرکزونو شمېر کم دى او باید ژر تر ژره دغه ستونزه حل شي.
د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا خلکو ته ډاډ ورکړ چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري څو ټاکنې په پراخه او شفافه توګه ترسره شي، په دې برخه کې د افغان ځمکني او هوایي ځواکونو تر څنګ د قاطع ماموریت له حضوره هم مننه وکړه.
په غونډه کې د زابل، اروزګان او دایکنډي والیانو هم خبرې وکړې او د ټاکنو لپاره يې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP