ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
ولسمشر: د خوست امنيت لپاره دې منظم محاربوي پلان جوړ شي

ولسمشر: د خوست امنيت لپاره دې منظم محاربوي پلان جوړ شي

author avatar
9 Apr 2018 - 17:10
ولسمشر: د خوست امنيت لپاره دې منظم محاربوي پلان جوړ شي
author avatar
9 Apr 2018 - 17:10

خوست(پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولايت د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د لا تحرک او منظم محاربوي پلان جوړولو له لارې دې د دښمن ځالې له منځه یوسي.

ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې په هغې امنیتي غونډې کې چې د هېواد د نظامي مشرتابه مسوولینو په ‌کې حضور درلود، ګډون وکړ او د امنیتي پلانونو په اړه یې د وروستيو اجرااتو راپور واورېد.

له ارګه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو د خوست ولایت د امنیتي وضعیت د راپور وړاندې کولو تر څنګ امنیتي مسایلو ته د ولسمشر پاملرنه وستایله او ډاډ یې ورکړ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو هڅو او بشپړ انسجام د دښمن پلانونه شنډ کړي دي او د دښمن د پلانونو د له منځه وړلو او  شنډولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

ولسمشر او د وسله ‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د خوست ولایت د امنیتي وضعیت له اورېدو او ارزونې وروسته د هېواد د دفاع او د ترهګرو د ځپلو په لار کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د مشرتابه او منسوبینو قربانۍ او سرښندنې وستایلې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو پاک روح ته د دعا تر څنګ یې لارښوونه وکړه چې د وسله ‌والو ځواکونو د وژل شوو او ټپیانو کورنیو ته دې رسېدګي وکړي او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې ناغېړي ورته د منلو وړ نه ده.

هغه له امنیتي مسوولينو سره د دغه ولایت د امنیتي پلان د ارزونې تر څنګ دوی ته د را روانو ټاکنو د امنیت او په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د هر ډول مداخلې د مخنیوي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د لا تحرک او منظم محاربوي پلان جوړولو له لارې دې د دښمن ځالې له منځه یوسي او د دغه ولایت د سراسري امنیت په ټینګښت کې دې تر پخوا زیاتې هڅې وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.