ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
ولسمشر غني خوست کې يوشمېر پروژې پرانيستې

ولسمشر غني خوست کې يوشمېر پروژې پرانيستې

author avatar
9 Apr 2018 - 10:27
ولسمشر غني خوست کې يوشمېر پروژې پرانيستې
author avatar
9 Apr 2018 - 10:27

خوست ښار (پژواک،۲۰ وری ۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې له يو شمېر وزيرانو سره نن سهار خوست ته ولاړ، يو شمېر پروژې يې پرانيستې او د ځينو د بنسټ ډبرې يې کېښودې.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د وري په ٢٠مه،سهار وخته د خوست اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې ملکي هوايي ډګر ته ورسېد او هلته يې ددغه هوايي ډګر لپاره د جوړې شوې ځغاست ليکې  (رن وې) پرانيسته وکړه.

نوموړي همدا ډول په ياد شوي هوايي ډګر کې د رادار او د اطفايي لپاره د ودانيو او د داخلي سړکونو د کار د پيل پرانيسته هم وکړه.

ولسمشر غني له دې وروسته په چورلکه کې په دغه ولسوالۍ کې د برېښنا سب سټېشن ته لاړ او هلته يې د برېښنا د وېش چارو پروژه رسماً پيل کړه.

نوموړي وويل چې ددغې پروژې په بشپړېدو سره به په لومړي سر کې ددغه ولايت ۱۳زره کورنۍ له دايمې برېښنا برخمنې شي.

په ورته وخت کې د خوست ولايت مقام مطبوعاتي مسوول طالب منګل د يادو پرژو د پرانيستې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر بشپړو شوو پروژو يو ميليارد او اووه ميليونه افغانۍ لګښت شوی.

نوموړي همدا ډول زياته کړه چې د تازه پيل شوو پروژو لپاره يو ميليارد او ١٨ ميليونه افغانۍ بېلې شوې دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمداشرف غني به نن د ورځې تر پايه له قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو سره پر ځانګړو ناستو سربېره نن ماسپېښين په خوست ښار کې يوې ولسي غونډې ته وينا هم وکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.