Language

د غزني خلک: وسله وال طالبان دې له حکومت سره سوله وکړي

غزني ښار (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): د غزني اوسېدونکو او چارواکو د سولې په خېمه کې د قران کريم تر ختم وروسته پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور له حکومت سره سوله وکړي.

د غزني يو شمېر اوسېدونکو درې ورځې وړاندې د سولې خېمه ودروله او خپل ملاتړ يې په هلمند کې د سولې له خېمې څخه اعلان کړ.

د دغه ولايت ځينو چارواکو، قومي مشرانو او يو شمېر اوسېدونکو نن (د وري ٢١مه) د دغه ولايت د سولې په خېمه کې لومړى د قران کريم ختم وکړ او وروسته يې د سولې د راتګ په موخه يو څاروى حلال او پر خلکو يې خيرات کړ.

د خلکو په استازيتوب قومي مشر خليل هوتک وويل چې د سولې د راتګ په موخه ټول بايد سره يو لاس شي.

هغه وايي: ((څو چې موږ د سولې په برخه کې له حکومت سره لاس يو نه کړ، کله به هم د سولې مخ ونه ګورو.))

د هوتک په وينا، د افغانستان له جګړې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ايران او پاکستان ګټې پورته کوي چې افغانان بايد پوه شي او نوره جګړه ونه کړي.

ده وويل چې په غزني کې د سولې خېمه به تر هغه ولاړه وي څو په هېواد کې سوله نه وي راغلې.

دغه راز د غزني د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې رييس شاه محمد پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نوره وسله پر ځمکه کېږدي او له حکومت سره يو ځاى شي.

هغه زياته کړه: ((زه د غزني له خلکو مننه کوم چې د سولې د راتګ لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.))

نوموړي له ديني عالمانو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د سولې د راتګ په موخه پر طالبانو خپل فشارونه زيات کړي.

همدارنګه د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې وسله وال طالبان په هېواد کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول څرګند دليل نه لري.

هغه وايي: ((طالبان له کومې بهانې پرته جګړې ته دوام ورکوي، زه ترې غوښتنه کوم چې نور دې جګړه بس کړي، له خپل دولت سره دې يو ځاى شي، د امنيت په ټينګښت او بيارغونه کې دې برخه واخلي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.