Language

د غزني نا امنو سیمو کې د امنیت راوستو تر څنګ پرمختیايي کارونه ترسره کېږي

غزني (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): د غزني والي وايي چې په روان کال کې به د دغه ولايت په هغو سيمو کې د امنيت د ټينګښت او پرمختيايي برخو کې کار وشي چې تر اوسه ورته پاملرنه نه وه شوې.

د غزني والي عبدالکريم متين دغه څرګندونې د وري په ٢١مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

خو بل لور ته د دغه ولايت اوسېدونکي بيا وايي چې له سختو امنيتي او نورو ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه د مُقر ولسوالۍ قومي مشر روح الله پژواک ته وويل چې که څه هم په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډېرې نه دي، خو پرمختيايي چارې په کې هېڅ نه دي ترسره شوي.

هغه وايي: ((د دې ولسوالۍ ٨٠ فيصده خاوره د حکومت په لاس کې ده، خو هېڅ کار موږ ته نه دى شوى، يوه سمه شفاخانه نه ده جوړه شوې، نه پل جوړ شوى، نه سړک شوى او نه هم نور کارونه شوي دي.))

دغه راز د ګيلان اوسېدونکي رحمت الله هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د امنيتي ستونزو تر څنګ په نورو برخو کې هم له مشکلاتو سره مخ دي.

هغه وايي: ((دلته روغتيايي خدمات سم نه دي، ډاکتران نشته، ډېر مکتبونه ودانۍ نه لري او له امنيتي ستونزو خو مه وايه.))

نوموړى ادعا کوي چې په تېرو ١٦ کلونو کې حکومت يواځې مالستان، ناهور، خواجه عمري او جاغوري ولسواليو ته کار کړى دى.

همدارنګه د غزني د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الدين پژواک ته وويل چې له ګڼو امنيتي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((موږ تر اوسه نسبي امنيت نه لرو، نور کارونه خو پر ځاى پرېږده، نو خلک به څنګه له دولت سره د همکارۍ لپاره زړه ښه کړي.))

د شمس الدين د معلوماتو له مخې، د قره باغ، اب بند، ګيرو، ده يک، رشيدان، زنخان، اجرستان، اندړ او د واغظ ولسواليو اوسېدونکي له ګڼو امنيتي ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که حکومت د دوى ستونزو ته جدي رسېدنه ونه کړي نو د خلکو او دولت تر منځ به لوى واټن پيدا شي، خلک به له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.