ښرنه (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوى چې يوه برخه يې پوليس او ښځې جوړوي.
د اړوندې موضوع په اړه د جاني خېلو ولسوالۍ د هستي کلي اوسېدونکي سيد اکبر د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر له سلګونو هم اوښتى دى.
هغه وايي: ((هره ورځ يې شمېر ډېرېږي، په دې معتادو کسانو کې ښځې او پوليس هم شته دي.))
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمود هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، وزګارتيا د دې لامل شوې چې ځوانان نشه يي توکو ته مخه کړي.
ده زياته کړه: ((دولت په دې برخه کې جدي مبارزه نه کوي؛ ځکه چې د روږدو کسانو په ډله کې پوليس هم شته دي.))
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه راز د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس اميد ملک هم وويل چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي.
ملک وايي: ((په دې ولايت کې د نشه يي توکو کښت صفر دى خو بيا هم هره ورځ په کې د معتادو کسانو شمېر ډېرېږي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د روږدو کسانو ډېرى يې له پاکستان او ايران څخه راستانه شوي او يا هم د نشه يي توکو کاروبار کوي چې د سړو تر څنګ يې ښځې هم پرې اخته شوې دي.
اميد ملک دا هم وويل چې په ولسواليو کې يې له امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو ګډ کمېسيونونه جوړ کړي، څو د نشه يي توکو د اضرارو په برخه کې خلکو ته پوهاوى وکړي.
د همدې موضوع په اړه د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک ته وويل چې پوليس د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي.
هغه ومنله چې يو شمېر پوليس هم پر نشه يي توکو اخته دي خو زياته یې کړه چې په تېره يوه مياشت کې پوليسو د نشه يي توکو اته قاچاقبر نيولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP