ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سولې او بين الافغاني مذاکراتو لپاره هرې قربانۍ ته تيار يم

ولسمشر غني: د سولې او بين الافغاني مذاکراتو لپاره هرې قربانۍ ته تيار يم

author avatar
10 Apr 2018 - 15:54
ولسمشر غني: د سولې او بين الافغاني مذاکراتو لپاره هرې قربانۍ ته تيار يم
author avatar
10 Apr 2018 - 15:54

خوست (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته بلې هرې قربانۍ ته تیار دى.

هغه چې پرون خوست ولايت ته تللى و، نن (د وري ٢١مه) یې د دغه ولايت د علماوو سره وليدل.

په دې کتنه کې د خوست د علماوو شورا ريیس مولوي شاه محمد مفتي حبیب الرحمان خوستي او مولوي سردار ځدراڼ د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې د ولسمشر د سولې له وړاندیز، له فساد سره د مبارزې او د حکومت له انکشافي برنامو ملاتړ وکړ.

دوى له ولسمشره د لویو انکشافي پروژو پیلول، ځوانانو ته کارموندنه او له فساد سره د جدي مبارزې د غوښتنې تر څنګ وویل، په تېرو ټاکنو کې دیني علماوو خلک ټاکنو کې ګډون ته وهڅول او په دې پروسه کې يې خپل مثبت نقش ولوباوه او په راتلونکو ټاکنو کې یې هم د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه هغوی وویل، باید د هغو کړیو مخه ونیول شي چې د سولې مخالفت کوي او په جنګ کې یې ګټې نغښتي دي او  وړاندیز یې وکړ چې د سولې په بهیر او د سولې په عالي شورا کې دې دیني علماوو ته لا زیات نقش ورکول شي.

ولسمشر غني د حکومت له برنامو او د سولې له بهیره د هغوی له ملاتړه مننه وکړه، وې ویل، غواړم د سولې په برخه کې ورسره همکار وکړئ او د سولې راتلو زمینه مساعده کړئ.

هغه زیاته کړه: ((تاسو چې کومه لار غوره کړې ده، دا سمه لار ده او زموږ هدف هم د عدالت تامینول دي، ټولې فیصلې به د اساسي قانون مطابق د اسلامي اصولو سره سمې کېږي.))

ولسمشر څرګنده کړه چې دى سولې ته د رسېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته هرې قربانۍ ته تیار دى.

محمد اشرف غني په تېرو ټاکنو کې د دیني علماوو له مثبتو هڅو په مننې وویل، ټاکنې به پر خپل وخت او له اساسي قانون سره سمې وشي او ستاسې غږ د اساسي قانون د حفاظت او تطبیق لپاره حیاتي ارزښت لري او زیاته یې کړه: د ټاکنو کمېسیون کې اصلاحات راغلي او د ټاکنو په بهیر کې به  مفسدینو او زورواکو ته د مداخلې اجازه ورنه کول شي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.