پلخمري (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧): په بغلان کې له يو شمېر بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو او څارويو مرستې وشوې.
د بغلان د کلیو پراختیا ريیس انجنیر اول خان احمدزي د وري په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه رياست د پلخمري په ۹۹ شوراګانو کې د بېوزلو کورنیو لپاره ځانګړې کمېټې جوړې کړې چې له مخې به یې له بېوزلو کورنیو سره د حکومت له لوري د نغدي مرستو تر څنګ د خوراکي او نورو توکو مرستې هم کېږي.
ده وویل چې نن یې د یادې نوې برنامې له مخې د خواجه الوان شورا له ۲۵ بېوزلو کورنیو سره د څارویو او لسګونو نورو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي او دا لړۍ به دوام ولري.
احمدزی زیاتوي چې دغه پروګرام یواځې د پلخمري اړوند شوراګانو کې پيل شوى خو د ولسواليو د شوراګانو لپاره بانکې سیستم جوړېږي.
بغلان کې د ولسي تړون مسوول محمد اقا لطیفي پژواک ته وويل چې د سیمې اوسېدونکي د خپل کلي د بېوزله کورنیو لېست جوړوي او بیا یې د مرستو په موخه دوى ته سپاري.
هغه وايي: ((موږ بيا د همدغه لېست پر بنسټ مرستې ورسره کوو.))
لطیفي زیاتوي، د کلیو پراختیا وزارت به بغلان کې پر ۹۹ شوراګانو څه باندې ۱۳ میليونه افغانۍ نغدي مرستې ووېشي چې د یادو شوراګانو اړوند له بېوزلو کورنیو سره به ترسره شي.
د خواجه الوان کلي اوسېدونکي عبدالستار د ترلاسه کړې مرستې په اړه پژواک ته وویل: ((ما د مېږې رانیولو وس نه درلود، د کلي قومي مشرانو او حکومت له خوا راته یوه مېږه راکړل شوه غواړم چې ښه پالنه یې وکړم او که د خدای رضا وه بل کال ته به بچي راوړي او ممکن همداسې مې مالونه زیات شي او ژوند کې مې مثبت بدلون را منځته شي.))
ولسي تړون پروګرام د ملي پیوستون پروګرام بدیل دی چې د کلیو پراختیا وزارت له خوا په ټول افغانستان کې پر لاره اچول شوى دى.
login or register a new account.