Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان له افغانستان سره څه باندې۲.۳ ميليونه ډالره مرسته وکړه

کابل (پژواک،۲۲ وری ۹۷): جاپان له افغان دولت سره د نړيوال بانګ تر مديريت لاندې د عملياتي بوديجې د پياوړتيا او تر کار لاندې پروژو کې د پانګونې لپاره څه باندې ۲.۳ ميليونه امريکايي ډالره مرسته اعلان کړه.

د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چي دغه مرستې به نه يوازې تر کار لاندې پروژو کې د پانګونې له لارې د هېواد د اوبو لګولو سيستم کې ښه والی راولي، بلکې ددولتي کار کوونکو د تنخواوو د ورکړې لپاره به د هېواد عملياتي بوديجه هم پياوړې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې تر کار لاندې پروژو، د سرحدي اوبو سرچينو د مديريت او اوبو لګولو سيستم او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره طرحه شوې څو د پروژې په سيمو کې کرنيز توليدات ډېر شي.

سربېره پر دې، ويل شوي چې جاپان د افغان حکومت په عملياتي بوديجه کې خپله ونډه د لګښتونو له لارې تر يو ميليون امريکايي ډالرو لوړه کړي، څو د افغانستان خلکو ته د دغه هېواد د بيارغونې صندوق ((ARFT  اړوند عادي بوديجې له لارې د حکومت خدمتونه دوامداره کړي.

له افغانستان سره د جاپان څه باندې دوه ميليونه ډالره نوې مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې پرون په کابل کې د جاپان سفارت اعلان وکړ چې بشردوستانه چارو لپاره يې څه باندې پنځه ميليون ډالر بېل کړي، څو د ملګرو ملتونو د بنسټونو له خوا ولګول شي.

له بلې خوا ويل شوي چې جاپان له افغانستان سره د ملت جوړونې، امنيت، اقتصادي او ټولنيزې، کرنې، پوهنې، زيربينايي پروژو عملي کېدو، د کليو پراختيا او انساني وړتياوو لوړېدا مرسته کړې چې له ۲۰۰۱کاله تر اوسه جاپان له افغانستان سره ټولټال څه باندې ۶.۵۷ميلياډ امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.