Language

د ميدان وردګو امنيه قوماندان له یوه وسله وال بریده روغ وتلی

پل علم (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧): د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو له يوه کمين څخه روغ وتلی دی.

د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب احمد اميني د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د لوګر د پورک بازار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې امنيه قوماندان مل پاسوال فهيم قايم د پوليسو د زون په غونډه کې د ګډون لپاره پر لاره و چې په ياده سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شو.

د نوموړي په وينا، هلته د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ يو ساعت جګړه وشوه چې له امله يې د قوماندان دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.

اميني وايي چې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژبله اوښتې ده، خو د شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک اژانس ته وويل چې د ميدان وردګو د امنيه قوماندان د تېرېدو پر مهال یوازې هوايي ډزې  شوې دي او نښته نه ده رامنځته شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.