Language

غزني کې درې پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي

غزني (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧): د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله درې پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په زنخان ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې درې پوليس او يو د هغوى مېلمه چې ملکي کس و، وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.

ده وويل چې بريد تر سهاره دوام درلود خو سيمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي دي او د طالبانو بريدونه يې پر شا تمبولي دي.

نوري وايي چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز د زنخان اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د انګار پر پوستې بريد کړى و.

هغه وايي: ((تر سهاره جنګ روان و، کېداى شي د شپې طالبانو پوسته نيولې وي، خو سهار چې موږ پاڅېدو په سيمه کې امنيتي سرتېري وو.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په زنخان ولسوالۍ او د غزني ښار په روضې سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونو کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې شپږ پوليس وژل شوي او درې پوستې طالبانو نيولې دي.

د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په زنخان ولسوالۍ کې د انګار پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې یې درې پوليس وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.