پل علم (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې ناپېژندو وسله والو په محمد اغې ولسوالۍ کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
د لوګر د والي وياند محمدسليم صالح د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې ناپېژاندو وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو سيمې د نجونو لېسه سوځولې ده.
هغه وايي:((وسله وال مکتب ته ننوتي، اول يې پرې تېل شيندلي دي، بيا يې ورته اور اچولى خو خوشبختانه ښوونځي ته ډېر زيان نه دى رسېدلى او نن سهار زده کوونکي ښوونځي ته راغلي دي.))
د نوموړي په وينا، د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب هم پژواک ته وويل چې د مُغل خېلو د نجونو لېسه سوځول شوې ده.
د عرب د معلوماتو له مخې، د دې اور اچونې له امله اداري خونه او يو ټولګى سوځېدلي دي.
د نوموړي په وينا، په دې لېسه کې شاوخوا زر نجونې زده کړې کوي چې د ښوونځي د امنيت په برخه کې بايد کليوال مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مغل خېلو د نجونو لېسه د پوليسو د ٣٣٣ ځانګړې قطعې په اووه سوه مترۍ کې موقعيت لري.
بل لور ته د سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د شپې نهه بجې وسله وال راغلي، د مکتب ساتونکي يې تړلي او بيا يې مکتب ته اور اچولى دى.
هغه زياته کړه: ((يو شمېر نجونې چې خبرې نه وې، سهار ته مکتب راغلې وې، خو بيا بېرته ولاړې او اوس مکتب تړلى دى.))
د يادونې ده، له تېرو دوو اوونيو راهيسې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري ٢٠ ښوونځي تړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP