تالقان (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د تخار پوليسو دوه ښځې او يو سړی د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت له نشه يې توکو سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ د تالقانو په تیکه تمیز سیمه کې دوه مېرمنې او یو نارینه د نشه يې توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
اسیر وایي چې نيول شوو کسانو څه باندې ۷ کیلوګرامه هیرویین له کشم ولسوالۍ څخه تالقانو ښار ته لېږدول چې ونيول شول.
نوموړی وايي چې دغه نشه يې توکي په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې پوليسو کشف او ترلاسه کړل.
دی وايي، سره له دې چې په تخار کې کوکنار نه کرل کېږي؛ خو نشه يې توکي ورته له نورو ولایتونو په ځانګړې توګه له بدخشان ولایت څخه ور وړل کېږي چې وروسته بیا ګاونډي هېواد تاجکستان او له هغه ځایه بیا روسیې او اروپا ته انتقالېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP