ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
په بلخ او خوست ولايتونو کې هم د پرلت خېمې ودرول شوې

په بلخ او خوست ولايتونو کې هم د پرلت خېمې ودرول شوې

author avatar
12 Apr 2018 - 17:25
په بلخ او خوست ولايتونو کې هم د پرلت خېمې ودرول شوې
author avatar
12 Apr 2018 - 17:25

مزار شريف، خوست ښار (پژواک،٢٣ ورى ٩٤) په بلخ او خوست ولايتونو کې هم د سولې په موخه او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ  د پرلت خېمې ودرول شوې.

د بلخ ولايت د مرکز مزار شريف ښار  د روضې په ساحه کې (د پرلت خېمه- خيمه صلح خواهى) تر نامه لاندې د پرلت خېمه ودرول شوه، چې په کې د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

ددې خيمې يو تن تنظيموونکي او د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس پژواک ته وويل، چې په ټول هېواد کې د سولې او پښتون ژغورنې خوځښت په ملاتړ خېمې درول شوې دي او بلخ هم نن له دې کاروان سره يو ځاى شو.

هغه زياته کړه چې لر او بر پښتانه ګډ دښمن لري او دوى د هغوى  له  هغو هلو ځلو ملاتړ کوي چې له پاکستاني استعمار څخه د خلاصون په موخه پيل شوې دي.

احساس هيله څرګنده کړه چې د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې د سولې لپاره دا ډول خېمې ودرول شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر افضل حديد چې په دې خېمه کې يې ګډون کړى و، پژواک ته وويل  چې دوى د مدني فعالاتو له دې حرکت څخه بشپړ ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه، د سولې پر وړاندې د بهرنيو خنډونو ترڅنګ کورني خنډونه هم شته او يو شمېر کړۍ خپلې ګټې په جنګونو کې خوندي ګڼي.

د بلخ د نهاد مردمى افغانستان مشر نجيب پيکان وويل چې افغانان ټول يو ملت دى ، ګټې او زيانونه يې سره شريک دي.

هغه يو ځل بيا د جګړې پر خلاف په يوه خوله د مبارزې غږ وکړ او زياته يې کړه چې دوى هر ډول همکارۍ ته تيار دي.

دغه راز نن په خوست ښارکې يو شمېر مدني فعالانو، محصلينو او نورو ځوانانو د پښتنو د ژغورنې غورځنګ او په هلمند کې د سولې د پرلت په ملاتړ د پرلت خېمه ووهله.

د پرلت دغه خېمه د خوست ښار د سولې په پارک کې نن په داسې حال کې پرانيستل شوه چې د پرانيستې مراسمو څخه څو دقيقې وړاندې خېمې ته څېرمه ايښودل شوو چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه، خو چا ته په کې زيان ونه رسېد.

د پرلت يو شمېر ګډونوالو د پرانيستې مراسمو ته په خبرو کې د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې له لرو پښتنو سره خپل تبعيضي چلند ودروي او هغوی ته د ارامه ژوند تېرولو خپل حقوق ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.