ترينکوټ- ښرنه (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې د اروزګان او پکتيکا ولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې ٣٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په سوېل کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له څلورمې پلې لوا د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې، په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې څلور طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز د ولايت د مرکز ترینکوټ په چپه خاک او ګوګرک سیمو کې د توپچي او هوايي بریدونو له امله درې طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار وختي د پکتيکا ولايت په اومنه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز هوايي بريد شوى دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد اعظيم هاشمي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د يو پاکستاني سرګروپ په ګډون اووه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دغه هوايې بريد کې ۱۷ ماينونه، يو ټيوټا ډوله موټر او شپږ موټرسايکل له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP