تعقيبي-غزني ښار(پژواک،٢٣ورى٩٧): د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ پر ودانۍ د بريد له امله د ولسوال په ګډون ١٣ امنيتي سرتېري او ٤٥ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ پر ودانۍ او ګڼ شمېر کليدي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر رمضان علي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې پنځه د ملي امنيت سرتېري او اته پوليس وژل شوي او لس نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ٤٥ طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
هغه زياته کړه: (( طالبانو ولسوالۍته اور اچولى خو مرستندويه ځواکونه رسېدلي او اوس مهال ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده.))
دغه راز د سيمې يو اوسېدونکي حسن علي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ګڼو امنيتي سرتېريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي: (( زياتره پوليس يې د خوب په خونو کې وژلي دي.))
بلخوا د ولايتي شورا غړى نصيراحمد فقيري وايي چې د تېرې شپې په بريدونو کې ولسوال شمس الرحمن، د ملي امنيت مدير او زيات شمېر پوليس وژل شوي دي.
د هغه په وينا، ولسوالۍ ځکه سقوط وکړ چې تر ناوخته پورې ورته مرسته ونه رسېده، خو کله چې مرستندوی ځواکونه ناوخته ولېږل شول، پر هغوى هم بريد وشو.
فقيري وايي، وسله والو طالبانو د ولسوالۍ ټولې برخې سوځولې او سهار ترې بېرته تللي، خو ټولې وسلې، مهمات او وسايط يې له ځان سره وړي دي.
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ د مقام پر ودانۍ، امنيې قوماندانۍ او امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP