تعقيبي-پلخمري (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پاى ته ورسېده او د کابل- مزارشريف لويه لار بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې، نن له غرمې مخکې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې وه، چې له امله يې د درېيو ساعتونو لپاره د کابل-مزارشريف لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوشي ولسوالۍ په کيله ګى سيمه کې افغان ځواکونو وسله وال طالبان په شا تمبولي دي.
د هغه په وينا، په دغه سيمه کې د جګړې له امله دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوى او دغه راز دوو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زياته کړه: ((اوس لاره خلاصه ده، مسافرين په ارامه توګه تګ راتګ کوي.))
دغه راز يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، دغه جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې وسله والو طالبانو په دې سيمه کې د پلخمري ښار د څلورم سمت د امر سمونمل حسن کشمي پر موټر بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې کشمي وژل شوى، خو د نورو تلفاتو په اړه يې معلومات نه درلودل.
بل لور ته د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې د پلخمري ښار د څلورم سمت آمر حسن کشمي او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.
login or register a new account.