پلخمري (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده چې له امله يې د کابل- مزارشريف لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه نيمې بجې د دوشي ولسوالۍ په کره ډکه سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې ده.
هغه د جګړې په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
بل لور ته د سيمې يوه اوسېدونکي سليم پژواک ته وويل چې د دې جګړې له امله اوسمهال (له غرمې مخکې ١١ بجې) د کابل- مزار شريف لويه لار د کره ډکه په سيمه کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه وايي: ((اوس بيا ډلې ډلې طالبان راغلل او جګړې زور واخيست.))
دغه راز يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، دغه جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې وسله والو طالبانو په دې سيمه کې د پلخمري ښار د څلورم سمت د امر سمونمل حسن کشمي پر موټر بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې کشمي وژل شوى، خو د نورو تلفاتو په اړه يې معلومات نه درلودل.
بل لور ته د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دې جګړې نور جزئيات به وروسته خپاره شي.
login or register a new account.