پلخمري (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): په بغلان کې د برېښنا رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا د ازبکستان برېښنا پر کابل پرې کړې ده.
د بغلان د برېښنا شرکت ريیس سلطان احمد عزیزي د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژاس ته وویل چې طالبانو یو ځل بیا په دوشي ولسوالۍ کې له ازبکستانه د وارداتي برېښنا پايه پر بمونو الوځولې ده چې له امله يې پر کابل برېښنا پرې شوې ده.
ده وویل چې دغه ځل طالبانو په یوه غرنۍ سیمه کې د برېښنا پايه چپه کړې چې له امنیتي اړخه به ډېره ستونزمنه شي چې د دوی کار کوونکي سیمې ته ولاړ شي.
د برېښنا ريیس زیاتوي، هڅه کوي چې د افغان ځواکونو په مرسته کارکوونکي چپه شوې پایې ته ورسوي خو له سهار راهیسې پرې څو ځلې برید شوی او لا هم نه دي توانېدلي چې چپه شوې پايې ته ځان ورسوي.
دغه راز د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع پژواک ته وویل چې طالبان د پرديو د ګټو لپاره پر ټولګټو ځايونو بريدونه کوي.
سریع زیاتوي: ((طالبانو د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی نو ځکه د برېښنا پر پايو بريدونه کوي.))
خو بل لور ته د دوشي ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل اغا میر پژواک ته وويل چې له امنيتي ځواکونو سره د چپه شوې پايې سيمې ته رسېدلی دى.
هغه وايي: ((زه په تمه يم چې د برېښنا رياست د انجنيري ټېم راشي او مزي بېرته وصل کړي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په تېره يوه مياشت کې دا درېيم ځل دى چې وسله وال طالبان د بغلان په مربوطاتو کې پر کابل د برېښنا مزي پرې کوي.
login or register a new account.