ښرنه (پژواک، ٢٦ ورى ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکو هم د سولې خېمې په درولو سره د جګړې له ښکېلو خواوو د جګړې بندولو او سولې کولو غوښتنه وکړه.
د خېمې دروونکو له ډلې خورشيد امان ګټوازي د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې خېمې له درولو يې موخه په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې دي.
ده پر نړيوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې د جګړې غځولو پر ځاى دې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه وويل: ((په جګړه کې دواړه لورو ته افغانان وژل کېږي موږ له حکومت او طالبانو غواړو چې نور سوله وکړي او افغان وژنه بس کړي.))
د دې خېمې د دروونکو له ډلې يوبل تن عبدالحق فقيرزاده وويل چې د دغه ولايت ټول اوسېدونکي د سولې غوښتونکي دي او د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې کوي.
ده هم له طالبانو او حکومته د سولې د کولو په موخه د اوربند غوښتنه وکړه.
دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري وويل چې د دغه ولايت اوسېدونکي په هېواد کې د سولې له ټولو خېمو څخه ملاتړ کوي.
ده هم پر حکومت او وسله والو طالبانو ټينګار وکړ چې د سولې د کولو لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
د يادونې ده، په هلمند، کابل، زابل، پکتيا، خوست، نيمروز، فراه، کونړ، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سولې د راتګ په موخه خېمې درول شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP