Language

طالبانو د کابل برېښنا له بېرته نښلولو سره په مشروط ډول هوکړه وکړه

پلخمري (پژواک، ٢٦ ورى ٩٧): د بغلان د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له وسله والو طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به د کابل د پرې شوې برېښنا د بېرته نښلولو چارې پيل کړي.

دغه څرګندونې د بغلان د برېښنا رييس سلطان احمد عزيزي د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

وسله والو طالبانو وړمه شپه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب سيمه کې له ازبکستانه کابل ته د وارداتي برېښنا پايه پر ماينونوالوځولې ده چې له امله يې د کابل ښار په ډېرو سيمو کې برېښنا نشته.

خو د بغلان د برېښنا رييس وايي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

هغه وايي: ((طالبانو، قومي مشرانو ته ويلي چې د برېښنا رياست کارکوونکي دې راشي، د برېښنا مزي دې وصل کړي، موږ مشکل نه لرو، خو زموږ کليو ته دې هم برېښنا ورکړي.))

طالبانو د سنګ سوراخ، کره ډاګه، علي خېل، زهرابي او کمره کليو لپاره د برېښنا غوښتنه کړې ده.

دغو کليو پخوا هم برېښنا نه درلوده خو د برېښنا پايې د يادو سيمو د اوسېدونکو په ځمکو کې لګول شوې دي.

د بغلان د برېښنا رييس وايي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او لږ وروسته به د دوى تخنيکي ډلې هم ورسيږي.

دغه راز د دوشي ولسوالۍ د کیله ګۍ سیمې اوسېدونکي حاجي عزیزالرحمن پژواک ته وویل چې یو شمېر قومي مشرانو د برېښنا شرکت له مسوولینو سره ولیدل او هغوى ورته ويلي چې له سروې وروسته به يو شمېر کليو ته برېښنا ورکړي.

بلخوا د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته وویل چې افغان ځواکونو د برېښنا الوځول شوې پايې څلور خواوې کلابندې کړې دي.

هغه وايي: ((موږ په انتظار کې يو چې د برېښنا شرکت ټېم را ورسېږي او کار شروع کړي.))

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.