Language

بغلان کې یوه کس د څلورو ښځو تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې

پلخمري (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): په بغلان ولايت کې يوه کس د خپلې خسرګنۍ څلور ښځې وژلې او وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د مرکزي بغلان د جرخشک سيمې اوسېدونکي زمري د خپلې خسرګنۍ څلور ښځې په اقامت ګاه سيمه کې په خپل کور کې پر ډزو وژلې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د زمري کوژدنه، خواښې، د اوښي مېرمن او يوه بله نجلۍ شاملې دي.

شجاع وايي چې زمري د يادو کسانو تر وژنې وروسته ځان هم وژلى دى.

د هغه په وينا، د دې پېښې اصلي انګېزه تر اوسه معلومه نه ده خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

بل لور ته د مرکزي بغلان د ملکي روغتون د سرطبيب نرمګوى پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه دوى ته دوه جسدونه ور وړل شوي دي.

هغه وايي: ((موږ له پوليسو غوښتنه کړې چې نور جسدونه هم موږ ته راوړي څو د عدلي طب له پلوه څېړنه پرې وکړو.))

بل لور ته د دې پېښې په اړه د يادې کورنۍ غړو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.

login or register a new account.