ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د خوست په جګړه کې دوه افغان او پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي

د خوست په جګړه کې دوه افغان او پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي

author avatar
16 Apr 2018 - 10:56
د خوست په جګړه کې دوه افغان او پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي
author avatar
16 Apr 2018 - 10:56

خوست ښار (پژواک، ۲۷ وري ۹۷): د خوست ولايتي چارواکي ادعا کوي چې په پرونۍ نښته کې د پاکستان پنځه سرتېري وژل شوي او يو ژوندی نيول شوی دی.

د خوست د والي له دفتره د وري په ٢٧مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ پاکستاني ملېشو د ډيورنډ پر کرښه د افغانستان پر خاوره تېری کړی او دې غاړې ته يې د امنيتي پوستو د جوړولو هڅه کوله.

سرچينې زياته کړې چې د ولسي خلکو د وسله وال غبرګون او د امنيتي ځواکونو د بريدونو په پايله کې د پاکستان د پنځو ملېشو مړي د نښتې په ډګر کې پاتې شوي، يو ژوندی نيول شوی او ګڼ شمېر وسلې هم ترې لاسته ورغلې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي چې له کرمې ايجنسۍ سره څېرمه سرحدي سيمه کې يې له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د خوست ولايت مقام په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په پرونيو نښتو کې دوه ولسي ملاتړ کوونکي هم وژل شوي، خو د ټپيانو په اړه يې څه نه دي ويل شوي، مګر د ولايتي شورا غړی جانمير ځاځی وايي چې اته ملکيان ټپيان شوي هم دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې افغان دولت له ګاونډيو هېوادونو سره د نړيوالو قوانينو او اصولو په رڼا کې ښې اړيکې غواړي او د هېڅ ډول تېري نيت نه لري، خو که څوک په ياده بڼه عمل ترسره کوي، له سخت غبرګون سره به مخ کېږي.

سرچينې زياته کړې: ((ټول امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه او د ولسي ملاتړ پرګنې د خپلې خاورې په ساتلو کې هر ډول قربانيو ته تيار دي او دښمن به خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي.))

په ورته وخت کې د خوست ولايت له مقامه پژواک اژانس ته په يوه بله رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون سهار له نښتې سره سم د خوست والي او د ملي امنيت رييس له ځينو نورو امنيتي منسوبينو سره د ځاځي ميدان ولسوالۍ ته تللي او لا هم همالته دي.

خبرپاڼه وايي چې والي حکم خان حبيبي او ورسره نورو چارواکو د يادې ولسوالۍ له ګڼ شمېر سرحدي پوستو لیدنه کړې او امنيتي ځواکونو ته يې پر خپل وخت د تجهيزاتو او اکمالاتو رسولو ډاډ ورکړی دی.

د سرچينې په وينا، والي حبيبي پر هغو کورنيو د اړينو خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش سپارښتنه هم کړې چې تېره يې ورځ يې له افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د پاکستاني ملېشو په مقابل کې جګړه کوله.

همدارنګه يادو ولايتي چارواکو د هغو کسانو د جنازې په مراسمو کې هم ګډون کړی چې تېره ورځ یې په نښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.