Language

په بغلان کې هم د سولې لپاره د پرلت خېمه ودرول شوه

پلخمري (پژواک ٢٧ ورى ٩٧): د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د سولې لپاره خېمه ودروله او په هېواد کې يې د ټولو پرلتونو او سوله غوښتونکو د ملاتړ کولو ترڅنګ د جګړې د پاى ته رسېدو غوښتنه وکړه.

په خېمه کې ناستو سوله غوښتونکو په جګړه کې له ښکېلو ډلو څخه د اوربند او د سولې کولو غوښتنې ترڅنګ د لر او بر افغانانو د یووالي نارې هم ووهلې.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد افضل د وري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دوى په هېواد کې بین الافغاني سوله غواړي، جګړه نوره زغملی نه شي او نه هم په افغانانو کې نور د جګړې د دوام توان شته.

دى زياتوي: "هغه څوک چې لا هم په افغانستان کې د جګړې دوام خوښوي، لومړی دې د څلوېښت کلنې جګړې لاسته راوړنې په ګوته کړي، بیا دې جګړه وکړي، خو له چا سره؟"

د ده به وینا، له هغه چا چې زموږ پر خاوره جنګ روا بولي، غوښتنه کوي چې نور بس دی، جګړه نه غواړي، سوله او داسې سوله چې لر او بر ټول افغان په کې خوندي اوسي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي ارباب شمس الله هم پرلت خېمې ته پر راتګ پژواک خبري اژانس ته وویل: "په خېمه کې ناست خلک سوله غواړي، دغه راغلي کسان له جنګه ستړي دي او په جنګ کې له ښکېلو ټولو ډلو څخه د سولې په نیت راغونډ شوي، تر هغه به همدلته وي، ترڅو د سولې غږ نه وي خپور شوی."

هغه زياته کړه، افغانان له څلوېښتو کالو راهیسې د پردیو سیاست قرباني دي، نور نه غواړي چې د نورو د سیاست ښکار او قرباني شي؛ دغه روانه جګړه پردۍ ده او هره ورځ په کې افغان ځوانان وژل کېږي.

 د ده په خبره، طالبان دې سوله وکړي او له دولت څخه يې هم غوښتنه ده چې بېځایه او د پردیو په لمسون دې هر ځای هوايي بریدونه نه کوي چې د سولې پر بهیر منفي اغېزې پرې باسي.

نوموړى وايي: "موږ تر وروستۍ هڅې په دغه خېمه کې کېنو، تر هغه چې طالبانو سوله نه وي منلې او نیت لرو چې یو شمېر قومي مشران طالبانو ته ورشو او مخامخ ترې د سولې کولو غوښتنه هم وکړو."

په خېمه کې ناستو نورو قومي مشرانو او ځوانانو هم ورته هیلې لرلې، ټولو په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسېدو غوښتنې کولې او په جګړه کې له ښکېلو دواړو خواو یې په هېواد کې د ژر ډزبندي او بین الافغاني سولې لپاره د یوې سترې جرګې غوښتونکي شول.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي په د اسې حال کې د سولې په نیت  د نوې درېدلې خېمي لاندې راغونډېږي چې د یادې ولسوالۍ ډېری کلي د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

login or register a new account.

Related Topics