ښرنه (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو لورو ته د وزيرو قوم هم د سولې د راتګ په موخه خېمه ودروله.
په برمل ولسوالۍ کې د وزيرو قوم د شورا مشر صديق الله وزير د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې خېمې دروونکي په هېواد کې د جګړې ختمېدو او د سولې راتلو غوښتونکي دي.
هغه وايي: ((په هېواد کې له روانې جګړې يواځې بهرنيان او په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه ګټه وړي، نور بايد دغه جنګ بس شي.))
د هغه په وينا، د قبايلو اوسېدونکي د تېر په څېر کوښښ کوي چې په سيمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې سوله راشي.
د صديق الله په وينا، وسله وال طالبان او حکومت دې د وروڼو په څېر سوله وکړي او روانې جګړې ته دې نور د پاى ټکى کېږدي.
دغه راز د وزيرو قوم بل غړي حاجي مبارز خان وويل چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړه لورو ته د وزيرو قوم د سولې له حرکته ملاتړ کوي.
ده وويل: ((د کرښې دواړه غاړو ته پښتانه په سختو حالتونو کې ژوند تېروي او د پاکستاني ملېشو له لوري د لګول شوي اغزن سيم له امله يو د بل په جنازو کې هم ګډون نه شي کولاى.))
نوموړي وويل دوى حاضر دي چې د سولې په پروسه کې هر راز همکاري وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د کوزې پښتونخوا اوسېدونکي عصمت الله صديق وويل چې د روانې جګړې له امله تر ټولو ډېر د سرحد اوسېدونکي ځپل شوي دي.
هغه وايي چې په افغانستان او سيمه کې سوله د دوى يو لوى ارمان دى او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې په هلمند، کابل، زابل، غزني، پکتيا، خوست، نيمروز، فراه، کونړ، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سولې د راتګ په موخه خېمې درول شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP