Language

غزني کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): د غزني په دوو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې امنيتي سرتېرو، پاڅونوالو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مُقر او اندړو ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې جګړې شوې دي.

د نوري د معلوماتو له مخې، په دې جګړو کې پنځو امنيتي سرتېرو، پنځو پاڅونوالو او ٢٩ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته د غزني ښار د خشک سيمې اوسېدونکي محمد خالد پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې هم سخته جګړه وشوه.

هغه وايي: ((د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لرم، خو ټوله شپه داسې جګړه وه، والله که مو له وېرې تر سهاره خوب کړى وي.))

د غزني د والي وياند هم وايي چې تېره شپه د غزني ښار په ځينو سيمو کې طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو له امله يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دی خو وايي چې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

بل لور ته طالبان هم د مقر او اندړو جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د مُقر او اندړو د تېرې شپې په جګړو کې شپږ امنيتي سرتېري او څلور طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د غزني په بېلابېلو سيمو کې جګړو زور اخيستى چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.