غزني ښار- محمودراقي (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې د کاپيسا او غزني ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ په افغاني او پچغان درو کې د ملي ځواکونو چاڼیز عمليات پيل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې تر اوسه د يوه قومانداان په ګډون ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور يې ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، وژل شوي وسله وال د کابل او لوګر ولايتونو اوسېدونکي وو.
يوسفزي وويل چې دغه راز په دې جګړه کې دوه پاڅون کوونکي او دوه پوليس هم ټپيان شوي.
بلخوا وسله والو مخالفينو په غزني ښار کې دوه پوليس په بې غږه تومانچې ويشتلي او وژلي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو کسانو نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د بې غږه تومانچې په وسیله دوه پولیس په نښه کړي چې یو یې وژل شوى او بل سخت ټپې دى.
نوري وایي چې یو یې د عامې روغتیا ریاست ساتونکی او بل یې په ده یک ولسوالۍ کې پولیس وو.
عینې شاهد سمیع الله وایي، دغه پولیس د ارګون په اډه کې ولاړ وو، دوه کسان چې پر موترسایکل سپاره وو، پر دوى ډزې کړې او له سیمې تښتېدلي دي.
هغه وایي، یو پولیس چې بسم الله نومېده ځای پر ځای وژل شوی او بل سخت ټپي دی.
تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري دوه تنه له بې غږه تومانچو سره نیول شوي هم دي.
په روانه میاشت کې نږدې لس امنیتي کسان د غزني په ښار کې د بې غږه تومانچې په وسیله وژل شوي او ټپیان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP